پاکستان او روسیې هوکړه کړې چې د افغانستان سولې روانو هڅو په اړه به یو او بل سره همغږي کوي.
د افغانستان سولې په تړاو د روسیې او پاکستان ګډه هوکړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1397 ساعت 11:51
پاکستان او روسیې هوکړه کړې چې د افغانستان سولې روانو هڅو په اړه به یو او بل سره همغږي کوي.
دغه هوکړه پاکستان ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او شاه محمود قریشي د لیدنې په ترڅ کې شوی ده.
کابلووف پرون پاکستان ته تللی و.
دا په داسې حال ده چې پاکستان په دی ورستیو کې قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو په حاضرو کې هڅې کړي او تر اوسه د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لیدنې د پاکستان په منځکړیتوب ترسره شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم اوسني شرایط د افغانستان سولې لپاره یو ښه فرصت بلل او په افغانستان کې سوله یې د دواړو هیوادونو مسولیت یاد کړی دی.
د مطلب کود: 178837