له وړې ډلې د اشرف غني موخه په ظاهره طالبان دي.
ښاغلي غني دا هم ويلي، چې نړيوال بنسټونه د سولې په اړه بریالۍ تجربې نه لري.
اشرف غني نن د لويې جرګې په خېمه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د ا مریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له شپږ ورځنيو خبرو وروسته کابل ته راغلی او د ګډ حکومت له مشرتابه سره يې د قطر د مذاکراتو جريان شريک کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد له اشرف غني سره له ناستې وروسته په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د سولې کلي په کابل کې ده. په ظاهره د هغه اشاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته وه، که دی د سولې لپاره د واک له انحصاره تېر شي، سوله په اسانه راتلی شي.
د اشرف غني منتقدين وايي، چې نوموړی د خپل واک د ژغورلو لپاره د سولې پروسه ځنډول غواړي او هڅه کوي، چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې ناکامې شي، خو امريکايي چارواکي ټينګار کوي، چې دوی خپل پوځيان له افغانستانه وباسي او د دې موخې لپاره يې له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)