دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 178864
کندهار: څلور پوليس د خپلو ملګرو له لوري وژل شوي
د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دوو سيمه ييزو پوليس خپل څلور ملګري وژلي او له بريد وروسته له سيمې څخه تښتېدلي دي.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنيو ته ويلي دي چې دا پېښه تيره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د دواب سيمې يوې امنيتي پوسته کې رامنځته شوه.
عزيزي وايي چې دوه تنه پوليس چې ګومان کېده له طالبانو سره اړيکې لري خپل څلور تنه ملګري وژلي او له هغې وروسته له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.
نوموړي وويل چې د پيښې سيمې ته د امنيه قومندانۍ پلاوی تللی او د پيښې پلټنې روانې دي.
بل لور ته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ددې پيښې مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې د پنجوايي په دواب ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته نيولې، پنځه پوليس يې وژلي او يو يې ټپي کړی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نفوذي برید ګر زيات شوي دي چې له امله يې وخت په وخت امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.
نژدې دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې يو تن پوليس خپل پنځه تنه ملګري وژلي او يو ټپي کړی او بيا له پيښې وروسته له طالبانو سره يو ځای شوی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmoevxuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته