دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 178865
طالبان تیره شپه چمتال ولسوالی باندی خپل برید کې ناکام پاته شو
تیره شپه د ۷ بجو په شاوخوا طالبان د بلخ ولایت چمتال ولسوالی بابه قشقار سیمه باندی تهاجمی برید کړی او د امنیتی ځواکونو او ددی ډلې ترمنځ سخته نښته شوی چی د شپی تر ۱۲ بجو پوری ادامه درلود. په پای کې، ددی سیمی سقوط لپاره د مخالفینو برید د ناکامی سره مخ شو.

حنیف رضائی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسؤول د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په مصاحبه کې، ددی خبری تایید ترڅنګ وایی چی د طالبانو ۱۸۰ کسیزه ډله د طالبانو نومول شوی معاون په مشری، تیره شپه دی سیمی باندی د چمتال ولسوالی څخه برید وکړ چی د امنیتی ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شو او په پای کې ماته وخوړل.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسؤول زیاته کړه چی مخالفین د تلفاتو ورکولو وروسته مجبور شو چی شاته تګ وکړی.
ښاغلی رضائی وویل چی په دی بریدونو کې ۳ تنه طالبان ووژل شو او ۲ تنه نور ټپیان شو. د بل لوری دوه تنه امنیتی ځواکونه هم ټپیان شوی دی چی اوس یی وضعیت ښه دی.
دا اظهارات په داسی حال کې مطرح کیږی چی نور ګزارشونه شتون لری چی تیره شپی نښته کې، ۱۰ څخه تر ۱۵ پوری امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شو؛ هغه موضوع چی شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسؤول یی ردوی.
 
https://avapress.com/vdcaian6m49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته