دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 178869
د طالبانو ۲۴ کسیزه ډله په کاپیسا کې د سولې بهیر سره یوځای شوی
په کاپیسا کې د وسله‌والو طالبانو ۲۴ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي په دی اړه رسنیو ته ویلی چې دغه کسانو له څه باندې لسو کلونو راهیسې د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسله‌والو فعالیتونو بوخت وو.
د ښاغلي یوسفزي په خبره دغې ډلې له ځانه سره وسلې هم راوړي دي.
د طالبانو دغه ډله وایي، د دولت په وړاندې د څو کلنې جګړې څخه پښیمانه دي او پر نورو وسله‌والو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
دغه ډله داسې مهال د سولې پروسې سره یوځای شوه چې د قهر سیلاب ۳ په نوم پوځي عملیات د کاپیسا په نجراب، تګاب او اله‌سای ولسوالیو کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد دوام لري.
https://avapress.com/vdcepv8zojh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته