دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 178870
سالنګ لاره د سختو واورو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی
د سالنګ لویه لاره د سختې واوري او توپان له کبله د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي په دی اړه رسنیو ته وویل چې د تېرې شپې د اتو بجو راهیسې په سالنګ کې سختې واورې اوري.
د ښاغلي حبیبي په خبره د سختو ورښتونو له کبله د واورې د پاکېدو چارې هم دریدلي دي.
د سالنګ د حفظ او مراقبت رئیس په خبره پر دې لویه لاره د واورې ضخامت تر ۲۵ سانټي متره ډېره ده او لا هم ورښت دوام لري.
سالنګ د افغانستان له لویو ټرانزیټي لارو څخه ده چې هرکال د سختو ورښتونو او د واورې د ښوئېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgu79qzak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته