دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 178873
ننګرهار ولایت کې د ستروسو حاصلاتو نه کابو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوی
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال دغه ولايت کې د ستروسو له دولتي او خصوصي باغونو څخه کابو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

دوی وايي، د مالټو، لېمو، نارنجو او نورو ستروسو باغونه د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې موجود دي چې حاصلات يې پر ختيځ سربېره مرکز کابل او نورو ولايتونو ته هم لېږل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير نورالله سباوون رسنیو ته ویلي، د دغه ولايت د بهسودو، بټي کوټ، ګوشتې، سره رود، کامې، غني خېلو، مومندرې، روداتو او کوز کونړ ولسواليو پر ۱۰۶۰ هکتاره دولتي او نادولتي ځمکو کې د ستروسو باغونه جوړ شوي دي.
دی زياتوي، د دغو باغونو له ډلې ۶۱۰ هکتاره د ننګرهار کانال ادارې اړوند دي او پاتې ۴۵۰ هکتاره باغونه د کرنې او مالدارۍ رياست په همکارۍ او ملاتړ د خلکو په شخصي ځمکو کې جوړ شوي دي.
د کرنې د رييس په وينا، له دغو باغونو څخه لس زره مټريک ټنه د ستروسو حاصلات تر لاسه شوي چې یو مټریک ټن څخه دېرش زره او له لس زره مټریک ټنو څخه درې سوه میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حاصلاتو د راټولولو، باغونو د ساتلو او د حاصلاتو د خرڅلاو په برخو کې په مستقيم ډول څلور زره او دوه سوه کسانو او په غير مستقيم ډول زرګونه کسانو ته کاري زمينه هم برابره شوې وه.
انجنير سباوون وايي، د ننګرهار ستروس په ځانګړي ډول مالټې د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي چې سږ کال یې ځانګړی بازار درلود.
د کرنيزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې د کورنيو کرنيزو حاصلاتو لپاره بازار موندنه او ورته پراختيا ورکول د پرديو له احتياج څخه خلک ژغوري او دغه راز د ملي عوايدو د لوړوالي ترڅنګ خلکو ته د کار زمينه هم برابروي.
د يادولو ده چې د ننګرهار کانال ځمکې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ځکه زيات او د ستروسو د دغو حاصلاتو لويه برخه شوې، چې سيمې له وسله والو نيول شوي او اوس يې ټول حاصلات دولت ته په لاس ورځي.
 
https://avapress.com/vdcjaoevtuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته