دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 178912
د طالبانو دری سیمه ایز قوماندانان د اتو تنو سره په کندوز کې ووژل شو
ملی امنیت عمومی ریاست اعلان کړی چی یو هدفمند عملیات د طالبانو پر تروریستی ډلې قرارګاوو باندی په کندوز کې ترسره شوی دی چی په ترڅ کې یی د طالبانو دری سیمه ایز قوماندانان د نورو اتو تنو سره وژل شوی او دری تنه یی ټپیان شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا عملیات د ملی امنیت ریاست خاص قطعاتو ځواکونو له لوری د کندوز ولایت خان آباد ولسوالی مربوطاتو کې اجراشوی دی.
د ملی امنیت ریاست معلوماتو په اساس، په دی عملیات کې ۱۱ تنه د طالبانو درو تنو قوماندانانو په ګډون وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه په دی عملیات کې د دشمن د اسلحو او مهماتو دری دیبو له منځه تللی او نیکپیانو، قریه جات، کلینیک، سید رمضان، آب ګرمک او جنګ باشی کلۍ د خان آباد ولسولای څخه د تروریستانو څخه پاک شو.
https://avapress.com/vdcdfj0fxyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته