دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 178914
د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړۍ استازی: هڅه کوو طالبان د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښینوو
دافغانستان د سولې عالي شورا له رئيس کریم خلیلی سره ، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني د یوې لیدنې په ترڅ کې ژمنه کړې چې دوی هڅه کوي ترڅو طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته تیار کړي.

د سولي عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم  رسنیو ته وویلي ، د قطر ډیپلوماټانو په کابل کې د دغې شورا له رئیس کریم خلیلي سره لیدنه کړې ، او ورسره یې ژمنه کړې، چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ  بین افغاني خبرو ته تیار کړي .
طالبان د قطر هیواد په دوحه کې سیاسي دفتر لري چې تېره اوونۍ د افغان سولې په تړاو د طالب استازو او امریکایي پلاوي تر منځ شپږ ورځې مذاکرات پکې وشول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغو مذاکراتو له ختمیدو سره سم کابل ته راغی او له افغان حکومت سره یې د شوو مذاکراتو تازه جزئیات شریک کړل.
د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دغو مذاکراتو خوښ ښکاري او د یو لړ پرمختګونو خبر یې ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfycdyjw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته