د ملي امنیت په خبرپانه کې پنجشنبې د سلواغې په ۱۱مه نېټه) راغلي دي چې د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو شمېر پټنځایونو افغان ځانګړو ځواکونو پوځي عملیات کړي دي.
خبرپانه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د یادې ډلې درې قومندانان هم شامل دي.
په یادو عملیاتو کې د درې طالب وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه کې راغلي دي ترسره شویو پوځي عملیاتو کې یو شمېر سیمې د طالبانو له شتون نه پاکې او د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپانې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او همداراز پوځیانو او ملکي کسانو ته هم د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)