دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 178925
طالبانو په فراه ښار کې د نجونو یوه لیسه سوځولې- ولایتي شورا
د فراه ولایتي شورا مرستیال نن له غرمې مخکې په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په فراه ښار کې د نجونو یو ښوونځی الوځولی؛ خو طالبانو دا عمل غندلی دی.

د فراه ولایتي شورا مرستیال دا هم ویلي، چې طالبانو لومړی د فراه ښار د ګنهکان اړوند د نجونو لیسه لومړی الوځولې او بیا یې سوځولې ده.
د فراه د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکیو هم د پېښې پخلی کړی دی.
 طالب ویاند احمدي په فراه ښار کې پر چاودیدونکیو توکو د نجونو د ښوونځي الوځولو پر خبر تند غبرګون او په ډاګه کړې یې ده، چې د فراه ولایت په مرکز کې د ګنهکان د نجونو ښوونځی پر چاودیدونکیو توکو الوزول د طالبانو کار؛ نه، بلکې دا د دښمن کار دی او دوی دا عمل غندلی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi6nzm23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته