کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ چارواکي: له شمال زونه لاهم افغاني غالۍ په قاچاقي ډول بهر صادرېږي

ازادی رادیو , 11 دلو 1397 ساعت 15:37

په بلخ ولایت کې د افغاني غالیو د سوداګرو د ټولنې مسؤلان وايي چې په شمال زون کې تولیدېدونکې غالۍ په قاچاقي ډول بهر ته صادرېږي.



په بلخ کې د افغاني غالیو د سوداګرو د ټولنې مشر عبدالستار بېک‌زاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په شمال زون کې د ۴۰ زره تولیدکوونکو کسانو له‌خوا په کال کې کابو ۲ میلیونه متر مربع غالۍ تولیدېږي.
ښاغلی بېک‌زاد وايي چې د دې تولید شویو افغاني غالیو ډېری برخه په ډېر ټیټ قیمت او په قاچاقي توګه ګاونډي هېوادونو ته او له هغه ځایه د بل هېواد په نښه بیا نړیوالو بازارونو ته استول کېږي.
ښاغلي بېک‌زاد زیاته کړه:
"سره له‌دې چې د غالیو د لېږد لپاره ډېرې قانوني لارې شته، خو لا هم افغاني غالۍ په ډېر بې‌شرمانه توګه د اوسپنې په تول، په کیلويي توګه ګاونډي هېوادونو ته قاچاقېږي چې لا یې مخنیوی نه‌دی شوی."
 


د مطلب کود: 178930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178930/د-بلخ-چارواکي-له-شمال-زونه-لاهم-افغاني-غالۍ-په-قاچاقي-ډول-بهر-صادرېږي

آوا
  https://www.avapress.com