دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 178932
افغانستان د ایران له لارې د ارزانه انټرنېټ د اخیستلو هوکړه وکړه
په دغه ناسته کې د سيمه ييز اتصال په موخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت پر ارزښت، د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بېو پر کمښت او په ارزانه بېه د ایران څخه د نوري فايبر د کېبل د نښولو په اړه هوکړه وشوه.

 
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي ایران اسلامي جمهوري دولت ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر کې د د TIC دولتي شرکت د لیدنې تر څنګ د لیدنې تر څنګ د ایران د مخابراتو او فناورۍ وزیر محترم محمدرضا آذری جهرمی سره د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزه اړيکو په ځانګړې توګه د انټرنټ په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د سيمه ييز اتصال په موخه د افغانستان د جغرافيوي موقعيت پر ارزښت، د انټرنټي او مخابراتي خدماتو د بېو پر کمښت او په ارزانه بېه د ایران څخه د نوري فايبر د کېبل د نښولو په اړه هوکړه وشوه.
همدا راز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي او د ایران د ارتباطاتو او معلوماتي فناورۍ وزیر محترم محمدرضا آذری جهرمی د هرات او زرنج تر منځ د نوري فایبر د اتصال او د ایران له لارې چابهار سره د افغانستان د اتصال په برخه کې هوکړه وکړه چې له دې لارې به افغانستان د بحري کېبل (Submarine cable) سره د نښلېدو  او  سيمه ييز اتصال تر څنګ د انټرنټي معلوماتو د ټرانزيټي مرکز په توګه نور هم پیاوړی شي.
محترم شهزاد آريوبي وویل چې غواړي د ښو اړيکو د پراختيا تر څنګ د ایران څخه په کمه بېه انټرنېټ وپېري، د ټلېفوني مکالماتو په برخه کې ددواړو هېوادونو تر منځ نرخونه کم شي او تر څنګ يې افغانستان په سيمه کې د اتصال د مرکز په توګه ثابت شي.
د يادولو ده چې افغانستان اوسمهال د سيمې د ټولو هېوادونو سره د انټرنېټ مواصلاتي اړيکي لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې افغانستان د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د نښلېدو تر څنګ د ټرانزيټي مرکز په توګه د دولت خزانې ته د پام وړ عوايد هم را ټول کړي.

همدا راز د افغانستان او ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرانو د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي انيسټيټيوټ د ظرفيت سازۍ او په دې برخه کې د همکارۍ په اړه هم هوکړه وکړه. 


 
https://avapress.com/vdcfmcdy0w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته