دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 178933
طالبانو ته په خطاب کې: که حکومت مشروعیت نه لری نو تاسو مشروعیت د کومه کړي؟
ولسمشر غنی طالبانو ته په خطاب کې وویل چی که حکومت مشروعیت نه لری نو تاسو خپل مشروعیت د کومه کړي؟

پرون چهار شنبه د لیندۍ میاشتې په ۹ مه ولسمشر غني د ځوانانو او سولې ملي کنفرانس ته وینا کړې په دغې وینا کې یې طالبانو ته په خطاب کې وویلي، که حکومت مشروع نه دی، نو تاسو خپل مشروعیت له کومه ځایه ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې د اسلام جیدو علماو په مکه او اندونیزیا کې وویل چې انتحار او ملکي وژنه مشروعیت نه لري، نو د طالبانو د مشروعیت منبع چېرې ده؟
د ارګ له لوري خپره شوې خبر پاڼه وایي ولسمشر غني طالبان مخاطب کړي او ویلي یې دي چې، زه تاسو ته په درناوي ګورم، تاسو هم د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی وکړئ، زما مسئولیت د افغانستان د خلکو د عزت ساتنه ده.
 د دغې خبر پاڼې په حواله جمهوررئیس غني څرګنده کړې ده چې، د ولسمشر صلاحیت او مسوولیت د افغانستان د خلکو په لاس کې دی چې اساسي قانون تائيد کړی. نوموړی زیاتوی له طالبانو پوښتم چې ایا د مذاکراتو نقشه په خپله تاسو تیاره کړې او که نورو او ایا ستاسو اختیار ستاسو په لاس کې دی او که د پردیو.
ولسمشر غني دا هم ویلي چې له طالبانو سره زمونږ مذاکرات بې قید او شرطه دي، خو زمونږ سوله شرایط لري.
دغې غونډې ته ولسمشر غني دا هم ویلي چې چې سوله راتلونکې ده او زمونږ په اراده کې باید شک نه وي.
ولسمشر غني په داسي حال کې دغسي څرګندونې کوي چې تیره اونۍ د قطر په دوحه کې طالب استازو او امریکايي لوري شپږ ورځې د افغان سولې په تړاو سره غږیدلي دي، له دغو خبرو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راستون شو او په دوحه کې یې د شوو خبرو جزئیات له افغان حکومتي چارواکو سره شریک کړل.
د خلیلزاد له راتګ څخه وروسته سملاسي ولسمشر غني د سولې د مذاکراتو په اړه ولس ته تلویزیونې وینا وکړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني.
 
https://avapress.com/vdcgw79qwak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته