کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا او بغلان کې نشه‌يي مواد او د قاچاق په تور څو کسان نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 دلو 1397 ساعت 17:19

د پکتیا او بغلان چارواکي وايي، په زیاته اندازه نشه‌يي مواد او د قاچاق په تور یې څو کسان نیولي دي.


په بغلان کې پولیس وايي، څلورتنه یې د ۵۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
د بغلان د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام‌الدین سریع رسنیو ته ویلي، دا نشه‌يي مواد یې د چهارشنبې په ورځ په خنجان ولسوالۍ کې نیولي دي چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو. د پکتیا امنیه قوماندانۍ هم وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت يې ۱۷۰۰کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلو ګرامه بنګ‌دانې کشف او ضبط کړي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا نشه‌يي مواد یې د سیدکرم ولسوالۍ په نګرام سیمه کې له خلکو څخه په یوې خالي شوې کلا کې موندلي دي.
د پکتیا د پولیسو په وینا د دې نشه‌يي موادو په ارتباط تر اوسه څوک نه‌دي نیولي.
 


د مطلب کود: 178938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178938/په-پکتیا-او-بغلان-کې-نشه-يي-مواد-د-قاچاق-تور-څو-کسان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com