دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۳
د مطلب کود : 178952
طالبان او امریکایان د خپلو ژمنو د پلي کولو کمیسیونونه جوړوي
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په نږدې راتلوونکې کې د طالبانو او امریکایانو لخوا داسې کمیسیونونه جوړیږي، چې د قطر د شپږ ورځنۍ ناستې د ژمنو پر پلي کیدو به کار وکړي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د فبروري پر ۲۵ به بیا په قطر کې له امریکایي پلاوي سره خبرې پیل شي او په دې خبرو اترو کې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هم بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له ګوندونو او سیاسي بهیرونو او دغه راز له حکومتي سیاسي څېرو سره د نوي نظام د جوړیدو پر څرنګوالي هم خبرې وکړي.  
د طالبانو ویاند تائیدوي، چې په دې خبرو اترو کې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش معلومیږي او دوی به هم تضمین ورکړي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې په ګډون د توند لارو ډلو د فعالیت مخه نیسي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین وایي، طالبان په افغانستان کې د واک د انحصار په لټه کې ندي او د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې پر سوله ییز ډول ژوند وکړي.
دوی وایي، چې د اوسني حکومت په شتون کې به پر راتلوونکې حکومت کار وکړي او په خبرو اترو کې به دولت ته هیڅ رول ورنکړ شي.
طالبان د لنډ مهال حکومت د جوړیدو په تړاو خبرې اترې ردوي او وایي، د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به له بهیرونو، سیاسي ګوندونو او حکومتي څېرو سره په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام پر جوړیدو خبرې وشي.
د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ کیدی شي امریکایان له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلي وي؛ خو بنسټیزه مسله د افغانستان حکومت دی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه رامنځته کړي.    
سیاسي فعال حسن حقیار وایي، چې د فبرورۍ په میاشت کې به د بهرنیو ځواکونو د عملي وتلو او د بېلابېلو ګواښونو د ډاډ  په اړه خبرې او بحث وشي.      
افغان دولت د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې دا ډول خبرې نه مني.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ زمونږ غوښتنه داده، چې سوله رامنځته شي؛ خو که مخالفان پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي بیا؛ نو د دوی له ځپلو پرته بله لار نشته.           
داسې ښکاري، چې له امریکا سره د طالبانو ستونزه حل شوې او د فبروري ناسته هم ښایي وروستۍ پرېکړه وکړي؛ خو د سولې په وړاندې کورنۍ ستونزه دا ده، چې طالبان به په څه ډول له سیاسي جوړښت سره یو ځای کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm6nzi23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته