کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خلیلزاد تازه توییت: د افغانستان څخه وتلو او تروریزم سره مبارزی په برخه کې طالبانو سره مهم پرمختګونه لاسته راغلی

12 دلو 1397 ساعت 12:17

د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولی لپاره په قطر کې کې د طالبانو نمایندګانو سره خبرو اترو اخیر دور په اړه تازه څرګندونی کړی دی. د هغه په وینا، هغوی د افغانستان څخه امریکایی ځواکونو وتلو او تروریزم سره مبارزی په بره کې مهم پرمختګونه ته رسیدلی دی.



د آوا په ګزارش سره، زلمی خلیلزاد ددی تړونونو په اړه خپل توییتر کې ولیکل: دا په دی معنی نه دی چی زموږ کار پای ته رسیدلی دی. موږ حتی دا دوه موضوع نه دی خلاص کړی او نورو مهمو موضوعاتو لکه بین الافغانی او اوربند په اړه خبرو اترو موضوعات همداسی پاته دی.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی، خلیلزاد ویلی وو چی د قطر په شپږ ورځنۍ ناسته کې سولې تړون یو طرحه باندی پرنسیب کې توافق ته رسیدلی دی.
خلیلزاد وایی چی د سولې لاره هر وخت همواره نه دی او افغانستان وضعیت پیچلی دی: شکاکان په عجله سره د یو مهم هڅی په اړه قضاوت کړی دی؛ خو فیل په یو لقمه نه شی خوړلی. یو ۴۰ کلن جګړه به یو لیدنه کې نه حل کیږی؛ حتی که دا خبری اتری نږدی یو اونۍ دوام وکړی.
دا په داسی حال کې دی چی ولسمشر غنی او امرالله صالح د خلیلزاد څو ورځو مخکې خبرو په غبرګون، ویلی دی چی سولې کیلی په افغانستان کط دی خو جګړی کیلی د پاکستان په راولپندی کی دی.
همدرانګه شاه حسین مرتضوی، د ریاست جمهوری ویاند معاون، نن خپل فیسبوک پاڼه کی د ولسمشر غنی له قوله لیکلی دی: نه شاه شجاع غواړو، نه امیر محمد یعقوب خان چی ګندمک معاهده امضا کړ.
غازی امان الله خان غواړو، احمدشاه بابا غواړو، میرویس خان نیکه غواړو، محمود غزنوی غواړو. که څوک فکر کوی چی اشرف غنی باندی یو بل ګندمک معاهده امضا کوی، تیروتنه کوی.
زما وینه وتویوی خو دا ننګین عمل به ترسره نه کړم!
 


د مطلب کود: 178956

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178956/د-خلیلزاد-تازه-توییت-افغانستان-څخه-وتلو-او-تروریزم-سره-مبارزی-په-برخه-کې-طالبانو-مهم-پرمختګونه-لاسته-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com