کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز او هرات ولایتونو کې د افغان کمانډو ځواکونو چاڼیزو عملیاتو کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوی

12 دلو 1397 ساعت 19:07

په کندز او هرات ولایتونو کې د افغان کمانډو ځواګونو د چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۳۵ طالب وسله والو وژل شوي دي.



افغان نظامي چارواکو خامه پریس خبري اژانس ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي چې  د کندز په ولایت کې د افغان پوځ د ځانګړې قطې له لوري چاڼیز عملیات ترسره شوي چې پایله کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې افغانستان د دفاع وزارت کمانډو ځواکونو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم ورته چاڼیز عملیات په لاره اچولي چې په پایله کې یې ۱۱ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
افغان چارواکي وایي چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي جنګیالي د بمي بریدونو مسولین وو چې په نښه او لمنځه وړل شوي دي.
په دې وروستیو کې افغان ځانګړو ځواکونو له ائتلافي قوتونو سره په ګډه پر طالبانو او داعیش ډلې هوایي او ځمکني تعرضي عملیات ډېر کړي دي.
د دغو عملیاتو پرمهال  تل د ګڼو وسله والو د وژل کیدو خبرونه هم ورکول کیږي.
 


د مطلب کود: 178963

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178963/کندز-او-هرات-ولایتونو-کې-د-افغان-کمانډو-ځواکونو-چاڼیزو-عملیاتو-۳۵-تنه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com