دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 178978
ټرمپ له افغانستان د پوځیانو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع وکړه
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر له خپلې دې پرېکړې چې له افغانستانه به خپل پوځیان باسي، دفاع وکړه.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چې ماته یو ګډوډ حالت په سوریې او افغانستان کې په میراث رسېدلی دی، دا داسې جګړې دي چې نه یې لګښت او نه یې تلفات انجام لري.
ټرمپ په دې ټوېټر کې دا هم لیکي دي چې ده د انتخاباتي مبارزې پرمهال په ډېر قوت دا خبره کړې وه چې دا جګړې باید پای ته ورسېږي.
جمهور رئیس ټرمپ بیا په افغانستان کې د امریکا لګښت ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې هر کال په دغه هېواد کې موږ پنځوس میلیارده ډالر لګوو او هلته مو سخته حمله کړې ده، خو اوس وروسته له اتلسو کلونو د سولې خبرې کوو.
د امریکا د متحد ایالتونو سنا یوه ورځ مخکې تر دې د پنجشنبې په ورځ هغه لایحه رد کړه چې پکې له افغانستان او سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې وه.
له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د سنا په تصویب شوې لایحه کې راغلي دي چې په ‌دې دوو هېوادونو کې لا هم افراطي اسلامپالې ډلې فعالې دي او دا د متحده ایالتونو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.
په لایحه کې دا یادونه هم شوې ده چې که څه هم په افغانستان او سوریه کې د داعش ډلې او القاعده شبکې پرضد په مبارزه کې پرمختګ شوی، خو په دواړو هېوادونو کې د ترلاسه شویو بریاوو د ساتنې لپاره له لازمو اقداماتو پرته د امریکا د پوځي ځواکونو بې وخته وتل نه یوازې سیمه بې ثباته کولای شي، بلکې د داسې یوې تشې باعث کېدای شي چې روسیه او ایران به د هغې د ډکولو هڅه وکړي.
مسکو چې څو ځله یې په تېر یوه کال کې طالبان وربللي دي، روانه اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو یې بیا د طالبانو استازي وربللې دي.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcfecdycw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته