د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، عبدالقادر د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.
د دې عملیاتو د ترسره کېدو دقیق وخت نه دی څرګند شوی، خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې او د پشت کوه ولسوالۍ په عملیاتو کې د عبدالقادر په ګډون لس تنه یاغیان وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)