د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د قاضي قاري عبدالقادر په نوم د طالبانو د جګپوړي مشر د وژلو خبر ورکوي.
چارواکي: د قاضي عبدالقادر په نوم د طالبانو یو جګپوړی مشر وژل شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1397 ساعت 12:30
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د قاضي قاري عبدالقادر په نوم د طالبانو د جګپوړي مشر د وژلو خبر ورکوي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، عبدالقادر د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.
د دې عملیاتو د ترسره کېدو دقیق وخت نه دی څرګند شوی، خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې او د پشت کوه ولسوالۍ په عملیاتو کې د عبدالقادر په ګډون لس تنه یاغیان وژل شوي دي.
د مطلب کود: 178985