کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوږياڼو ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی درې مرکزونه لمنځه يوړل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1397 ساعت 13:34

د معلوماتو له مخې په دغه مرکزونو د وسله والو طالبانو يو شمېر درنې او سپکې وسلې او نور چاوديدونکي توکي هم لمنځه وړل شوي دي.



ننګرهار ولايت خوږیاڼو ولسوالۍ زاوې سيمه کې تېر شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی درې مرکزونه لمنځه وړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې په دغه مرکزونو د وسله والو طالبانو يو شمېر درنې او سپکې وسلې او نور چاوديدونکي توکي هم لمنځه وړل شوي دي.
په يادو مرکزونو کې وسله والو طالبان د تخريبي کړنو او پر امنيتي پوستو بريدونه تنظيمول، چې لمنځه وړلو سره يې ټول پلانونه شنډ شول.


د مطلب کود: 178991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178991/په-خوږياڼو-ولسوالۍ-کې-پنځه-وسله-وال-طالبان-ووژل-شول-او-د-دوی-درې-مرکزونه-لمنځه-يوړل

آوا
  https://www.avapress.com