دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 178994
ټرامپ: د سولې تړون رامنځته کیدو په صورت کې به امریکایی پوځیان د افغانستان څخه وباسو
د امریکا متحد ه ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي، دافغان حکومت او طالب لوري ترمنځ د سولې موافقې ته د رسیدو په صورت کې به امریکایي پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

جمهور رئیس ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ ه د سلواغې په ۱۱مه  رسنیو ته ویلې، د افغان سولې په تړاو له ۱۸ ځله  پرله پسې مذاکرو وروسته د سولې اړوند جدي خبرې یې پیل کړې ، او دا پروسه به دوام  ولري .
نوموړي زیاته کړې، دسولې په هکله مو خبرې روانې دي ، موا فقې ته د رسیدو په صورت کې به امریکایي نظامیان خپلو کورونوته را ستانه شي .
 دا په داسې حال کې ده چې، د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې په تړاو مذاکرات دوام لري .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه ویلي: دافغان سولې په اړه مو وروستۍ ناسته ترنورو ناستو ګټوره، وه .
خلیلزاد زیاته کړې، که څه هم ځینې مسایل شته ، چې راتلونکي پړاو مذاکراتو کې  به تربحث لاندې ونیول شې کوم چې د فیبرورۍ په ۲۵ مه، د امریکايي ، او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې پیل کیږي .
 
https://avapress.com/vdcdnj0foyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته