دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 179001
قطر د فوټبال د اسيا جام سياليو اتلولي وګټله
د قطر د فوټبال ملي لوبډلې د اسيا جام سياليو په پايلوبه كې د جاپان د فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې وركولو د اتلولۍ جام خپل كړ.

دغه پايلوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار كې ترسره شوه او د قطر لوبډلې د يو په مقابل كې په درېيو ګولونو جاپان ته ماتې وركړه.
قطر په نيمه پايلوبه كې جنوبي کوريا ته ماتې ورکړې وه او جاپان بيا له ايرانه نيمه پايلوبه ګټلې وه.
جاپان تر دا مهاله څلور ځلې د فوټبال د اسيا جام سياليو اتلولي ګټلې، خو قطر تر دې وړاندې د سياليو وروستي پړاو ته هم لار نه وه موندلې.
نو په دې توګه قطر په لومړي ځل د فوټبال د اسيا جام سياليو اتل شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzn0ffyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته