دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 179011
په بلخ کې به د لوړې مالیې او نه ملاتړ له کبله د کارخونو تولیدات ودریږي
په بلخ کې د یو شمېر کارخونو لرونکيو ویلي؛ له کورنیو تولیداتو د دولت او خلکو نه ملاتړ، لوړه مالیه او د بازار نشتوالی د دې لامل شوی، چې له کبله یې تولیدات ودریږي.

په مزار ښار کې د اوړو د تولید یوه کارخونه، چې نږدې دوه میلیون دالره پانګونه پرې شوې له څه مودې را پدیخوا دریدلې ده.
د کارخونې مدیر انور انوری زیاتوي، چې زمونږ د کارخانې تولیدات له بهره راواردیږي، دولت او خلک د کورنیو تولیداتو ملاتړ نکوي او لوړه حکومتي مالیه د دې لامل شوې، چې د دغو کارخونې فعالیت ودریږي.
د کارخونې یو شمېر کارګران وايي، په ورځ کې یې ۱۲۰ ټنه وطني اوړه تولیدول او ۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه؛ خو اوس، چې کارخونه دریدلې، نو بل ځای باید کار ولټوي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رییس د غیر قانوني توکو واردات د کورنیو تولیداتو د کموالی لامل بولي او د دې ستونزې د حل ژمنه کوي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رییس شیراحمد سپاهي زاده بازار ته د غیرقانوني توکو پر واردیدو اندېښنه ښودلې او وايي، لدې کبله کارخونو درول کیږي.
نوموړی زیاتوي؛ هڅه کوو، چې دا ستونزه حل شي.
همدا اوس له ۳۰۰ ډېرې سترې او وړې کارخونې په بلخ کې فعالیت کوي.
سوداګر وايي، که د غیر قانوني وارداتو مخه ونه نیول شي؛ نو یو زیات شمېر کارخونې به ودریږي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcezo8zzjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته