د امنیت شورا د ویاند طارق آرین د څرګندونو له مخې؛ په کورنیو چارو وزارت کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي:
په کورنیو چارو وزارت کې نوې ټاکنې وشوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1397 ساعت 17:41
د امنیت شورا د ویاند طارق آرین د څرګندونو له مخې؛ په کورنیو چارو وزارت کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي:
۱- د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه عبدالصبور قانع ټاکل شوی.
۲- د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه خوشحال سادات وټاکل شو.
۳- د دغه وزارت د تروریزم په وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ماهر یعقوبي ټاکل شوی دی.
ویل کیږي، چې ولسمشر اشرف غني د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، لوړپوړی امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي او له تروریزم سره د مبارزې رییس له دندو ګوښه کړي دي.
د مطلب کود: 179012