دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 179013
روسیه د امریکا سره میان برد هسته ای موشکونو تړون کې خپل غړیتوب وځنډول
په تازه پیښو کې روسیه خپل غړیتوب د امریکا سره هسته ای موشکونو تړون کې ځنډولی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د روسیه دا اقدام په حقیقت کې یو غبرګون دی د امریکا اخیرو خبرو ته داسی چی دونالد ترامپ جمعه په ورځ خبر ورکړی وو چی دا هیواد قصد لری راتلونکې ۶ میاشتو کط د روسیه سره هسته ای میان برد موشکونو آزمایش او تولید منع کیدو تړون څخه ووځی.
امریکا د درو لسیزو څخه ډیر کیږی چی په دی پیمان کې غړیتوب لری.
د کوتاه برد او میان برد هسته ای موشکونو آزمایش او تولید منع تړون، په ۱۹۸۷ کال کې، د رونالد ریګان، د امریکا هغه وخت ولسمشر له لوری او میخائیل ګورباچف، د شوروی جماهیرو اتحاد کمونیست ګوند عمومی مدیر له لوری امضا شو.
د رویترز ګزارش په اساس ولسمشر پوتین اعلان کړی چی دا هیواد نویو موشکونو جوړولو کار د کارونو په لړ کې لری. ماوراء صوت موشکونه هغه موشکونه دی چی روسیه قصد لری آزمایش یی وکړی.
 
https://avapress.com/vdcgqy9qwak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته