دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 179021
ټاکل شوی دی چی د مسکو به غونډه کې افغانستان په تړاو ۲۰ تنه سیاستوال ګډون وکړی
سرچينې وايي چې ټاکل شوې ده د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې دافغانستان ٢٠ سياستوال ګډون وکړي.

د روسيې ددولتي اژانس (ايټارټاس) د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د سلواغې په ١٦مه، پيل شي.
په دغه راپور کې راغلي چې دا غونډه په مسکو کې د افغانانو د يوې ټولنې له خوا جوړېږي او د طالبانو د قطر دفتر استازو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ټاس اژانس د يادې ټولنې د يوه غړي اختر محمد صافي له خولې ليکلي، دوى غوښتل چې د افغان حکومت په ګډون ټولې هغه خواوې دې غونډه کې ګډون وکړي چې دافغانستان له سولې سره لېوالتيا لري.
صافي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ يې مسکو کې يوې غونډې ته وينا کوله، زياته کړې چې د افغانستان د حکومت اپوزيسيون او طالبانو ته يې بلنې ورکړې دي.
دى وايي، دوى اوس هم پر دې کار کوي او په دوو ورځو کې به معلومه شي، چې څوک په دې غونډه کې ګډون کوي.
د يادې غونډې يو بل افغان تنظيموونکي محمد نادر شاه اټارټاس اژانس ته ويلي، چې په دې ناسته کې به د اروپايي اړوندو هېوادونو، منځني اسيا هېوادونو، ايران ، ترکيې او پاکستان استازي هم ګډون وکړي.
هغه زياته کړې، چې که دې غونډې مثبته پايله لرله، نو په راتلونکي کې به دا ډول نورې غونډې هم جوړې کړي.
بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو  وزارت ويلي، چې دا غونډه د افغانانو ديوې ټولنې له خوا جوړېږي  او دا د مسکو د تېرو دوو غونډو په دوام نه جوړيږي.
په مسکو کې مېشت افغان ژورنالېست عمر نثار پژواک اژانس ته وويل چې دا دوه ورځنۍ ناسته  د "بين الافغاني - خبرو اترو" په نوم نومول شوې .
هغه زياته کړه، په دې ناسته کې د ګډون په موخه د افغانستان مختلفو سياسي مشرانو او ډلو ته بلنليکونه استول شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر اوسه د ګډونوالو وروستى نوملړى نه دى خپور شوى.
د نثار د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان پر وروستيو حالاتو، سولې پروسې او نورو موضوعاتوخبرې اترې کېږي.
په کابل کې د حزب اسلامي ګوند مرستيال وياند حقمل پژواک اژانس ته وويل،چې دوى ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د نوموړي په وينا، د حزب اسلامي يو لوړ پوړى پلاوى به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي، خو ده پلاوي کې د شاملو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل.
سرچينې زياته کړې، چې په ټوليزه توګه به له افغانستان څخه ٢٠ تنه سياسي مشران او د ګوندونو استازي د مسکو په دې غونډه کې ګډون  وکوي.
د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې هم په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د روسيې د حکومت په نوښت يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د سولې عالي شورا پلاوي او د طالبان د قطر دفتر استازو په کې ګډون کړى وو.
https://avapress.com/vdcf01dyyw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته