دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 179022
تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجې ته اړتیا نلرو- سادات
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجې ته اړتیا نلرو.

په افغانستان کې ټاکنې له هماغه پیله له ډېرو ننګونو سره مخ وې؛ د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بې نظمیو وروسته اوس د ولسمشرۍ ټاکنې د دې بنسټ بله لویه ستونزه ده. که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو د بودجې د ورکړې خبره روښانه نده؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې اوس د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د بودجې له کمښت سره مخ شوي نه يو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د بودجې له لږوالي سره مخ شوی ندی. د مالي برخې همکاران د بودجې پر طرحه کار کوی او د ټاکنو د برخې له نورو شریکانو سره به هم شریکه او وروستۍ شي. تر اوسه مونږ په دې اړه له کومې ستونزې سره مخ شوي نه یو.         
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس وایي، له مهالوېش مخکې باید بودجه برابره شوې وای.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي وایي، چې دې کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنې وننګولې؛ اوس هیڅوک چمتو ندي، چې لدې کمیسیون سره مرسته وکړي. دا کمیسیون له ټاکنو سره خواخوږي نلري؛ ځکه پوهیږي، چې نور لدې بهیر سره ندي.           
د نظر خاوندان په دې باور دي، چې بودجه د ټاکنو له مهالوېش مخکې تیاریږي.  
د ټاکنو څارونکې ډلې وایي، د ټاکنیزو پروګرامونو عملي کیدل د بودجې په نشتون کې ناشوني دي.
د افغانستان د روڼتیا څار غړی حبیب شینواری وایي، چې مونږ د کارونو د مدیریت لپاره بودجې ته اړتیا لرو. دوی د څلور ټاکنو د ترسره کولو او اصلاحاتو لپاره چمتوالولي ته اړ دي، چې بودجه ولري او دغه ټاکنې تر سره کړي. بودجې ته نه اړتیا د دغه کمیسیون بې مسلکي ښیي.         
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اسنادو څېړنه کوي او د مهالوېش له مخې ټاکل شوې، چې د دغو ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ د سلواغې پر ۱۶ اعلام شي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcgxy9qxak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته