دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 179039
افغانستان بیلابیلو ولایتونو کې طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او ائتلافي قوتونو په هوایي حملو کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او څو کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي.

افغان نظامي چارواکي وایي، ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په ولایت کې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې۳ طالب وسله وال وژل شوي او یو کړۍ ماین له منځه وړل شوي دی.
خامه پریس خبري اژانس ته په را لیږل شوې خپرپانه کې راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعیش د عملیاتو د ګډوډولو په موخه هم بریالي عملیات تر سره کړي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، د هلنمد په ګرمسیر او نهر سراج ولسوالیو کې ۲ طالب وسله وال او په سنګین کې ۵ طالب جنګیالي د ائتلافي قوتونو او افغان ځانګړو ځواکونو په هوایي حملو کې وژل شوي، یو بم او یو کړۍ ماین شنډ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcexo8zojh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته