دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 179046
زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده
غنی وویل، موږ د امنیتي خودکفایي په لور روان یوو او تر څو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي، نو مهالنۍ سوله نه منم. هغه سوله چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره ماښام د ځانګړ عملیاتو قول اردو هغه منسوبین تقدیر کړل چې په دې وروستیو کې یې د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ المار کلي کې د ځانګړي عملیات په پایله کې  ۳۸ تنه هیوادوال د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د وینا پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس له ځانګړې او همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، د دغه عملیات ښېګڼه او ځانګړنه دا وه چې مطلق افغاني وو او ستاسو د هدایت په اساس د دښمن پر ضد په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات ادامه لري.

نوموړي زیاته کړه، موخه مو داده چې ځانګړي عملیات زیات او مطلق افغاني کړو. د ملي اردو سرتېري هیڅ ډول منفي اوازو ته ارزښت نه ورکوي او تر وروستۍ سلګۍ به د هیواد او نظام د دفاع لپاره خپله مبارزه جاري وساتي.
ورپسې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ځانګړو عملیاتو قول اردو درې تنو منسوبینو جګړن عبدالقادر، تورن رحمن الله او دویم بریدمن سیدمبارز ته د ډېر ښه پوځي خدمت په خاطر د دولتي مډالونو د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني د ځانګړو عملیاتو قول اردو یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته  وویل، تاسې هره ورځ د تقدیر وړ یاست او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تل پر تاسو ویاړم. هغه زیاته کړه، هر افغان ته معلومه ده چې هیڅ منسوب په ځانګړي ډول کمانډویان د معاش او امتیاز نه، بلکې د هیواد، نظام او ملي ګټو د دفاع لپاره مبارزه کوي.

جمهوررئیس غني وویل، تاسې د هیواد صادق بچیان یاست او ستاسو په رګونو کې د هیواد د اتلانو وینه بهېږي او د هغوی استازیتوب کوئ، ځکه ستاسو مبارزه د ازاد، باعزته او سرلوړي افغانستان لپاره ده او هر افغان درباندې ویاړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، هغوی چې نور یې په زور مذاکراتو ته کشوي، زموږ د اتلانو د پاشلو خبرې دې نه کوي، که دومره تکړه وي د انتحار او انفجار پرځای دې د جګړې په ډګر کې دوی ته ورمخ شي.

جمهوررئیس د ځانګړو عملیاتو قول اردو منسوبینو څخه په مننې وویل، ستاسو د اتلولۍ له برکته نن یوازې اته دېرش کورنۍ نه، بلکې ټول افغانان له خوښۍ پر تاسو ویاړي. هغه زیاته کړه، د دغه ځانګړي عملیات ښېګڼه دا وه چې بندیانو او سرتېرو ته یې هیڅ ډول تلفات نه لرل.

جمهوررئیس غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې د بریدملانو ټول نظریات ورسره شریک شوي او د ستونزو حل ته به یې رسیدګي وشي.

غنی وویل، موږ د امنیتي خودکفایي په لور روان یوو او تر څو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي، نو مهالنۍ سوله نه منم. هغه سوله چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده.

جمهوررئیس غني هغوی ته په خطاب کې وویل، ولسمشر مو نه شاه شجاع دی او نه امیرمحمدیعقوب خان چې چاته تن کېږدي او یا د ګندمک معاهدې ته ورته سندورباندې لاسلیک کړي. هغه زیاته کړه، داسې سوله به راشي چې په هغه کې ستاسو رول لا زیات وي، ځکه لوی ملي پروژې په مخکې لرو.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوي. هغه زیاته کړه، که څلوېښت کاله دمخه تدبیر وای، نو افغانستان به بحران او خرابۍ ته نه تلو. هغه په ټینګار سره وویل، نن په وضاحت وایم چې تېرې تېروتنې به نه تکرارېږي.

جمهوررئیس وویل، مار خوړلی له رسۍ وېرېږي، خو موږ نه له رسۍ وېرېږو او نه له ماره، ځکه موږ عقل لرو او په تدبیر مخته ځو او هغه څه کوو چې د وطن عزت په کې خوندي وي.

جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسو وفا، تعهد او قرباني مهم اصل دی او هیڅوک پر تاسو د نیوکې حق نه لري. هغه زیاته کړه، تر څو چې سوله کېږي، نو تاسو د جنګ مسوولیت لرئ او په دې کې ذره ځنډ هم نه شي راتلی. هغه ورځې تېرې شوي چې زموږ جنرالان او سرتېري به بې موجبه څارنوالۍ ته معرفي کېدل.

ورپسې بریدمل محمدبلال د خبرو پرمهال  د نورو منسوبینو په استازیتوب د جمهوررئیس د پاملرنې او هڅونې قدرداني وکړه او وې ویل، د ټولو منسوبینو په استازیتوب تاسو او ولس ته ډاډ درکوم چې تر وروستۍ سلګۍ د وطن دفاع کوو او دا شعار عملي کوو چې سر یې وهو او سنګر به ترې نیسو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0oqse2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته