د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو برنامو د همغږۍ پروګرام له مخې د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د (۲۵،۱) پنځه ویشت اعشاریه یو میلیون افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو او خلکو کورونو ژغورنې په پار د (۸۰۰) متره بولډروال چارې نن د سلواغې په څوارلسمه نېټه د کونړ والي،ولایتي شورا مرستیال،کلیو او پراختیا رئیس،نرنګ ولسوال او نورو مشرانو له خوا پیل شوې .
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پروژې د پیل پرمهال وویل چې اوبه زموږ د هېواد ملي ابروده او مدیریت ته یې حکومت ځانګړې پاملرنه کړې .
ښاغلي میرزکوال زیاته کړه! کونړ سیند چې په خپله لمن کې یې زرګونه جرېبه ځمکه رانغښتې مهارول یې د ولایتي ادارې لومړیتوب دی او په یاده برخه کې به ګټور پروګرامونه پلي کړي .
نوموړی وایي چې یاد بولډروال (۸۰۰)متره اوږدوالی(۷٬۶۰) متره عرض او (۴٬۶۰) متره لوړ والی لري،چې د ولسونو لس سلنه ونډې لرلو سره به یې د شورا ګانو له خوا چارې پرمخ یوړل شي .
ځایي اوسیدونکو د کونړ والي له او نورو مسوولینو مننه وکړه،چې ددوی د کورونو او کرنیزو ځمکو ژغورلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړل.