کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ سیند له ګواښونو د کرنیزو ځمکو او کورنو ژغورنې په پار د (۸۰۰)متره بولډروال چارې پیل شوې

14 دلو 1397 ساعت 16:21

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پروژې د پیل پرمهال وویل چې اوبه زموږ د هېواد ملي ابروده او مدیریت ته یې حکومت ځانګړې پاملرنه کړې .


د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو برنامو د همغږۍ پروګرام له مخې د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د (۲۵،۱) پنځه ویشت اعشاریه یو میلیون  افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو او خلکو کورونو ژغورنې په پار د (۸۰۰) متره بولډروال چارې نن د سلواغې په څوارلسمه نېټه د کونړ والي،ولایتي شورا مرستیال،کلیو او پراختیا رئیس،نرنګ ولسوال او نورو مشرانو له خوا پیل شوې .
 د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د پروژې د پیل پرمهال وویل چې اوبه زموږ د هېواد ملي ابروده او مدیریت ته یې حکومت ځانګړې پاملرنه کړې .
ښاغلي میرزکوال زیاته کړه! کونړ سیند چې په خپله لمن کې یې زرګونه جرېبه ځمکه رانغښتې مهارول یې د ولایتي ادارې لومړیتوب دی او په یاده برخه کې به ګټور پروګرامونه پلي کړي .
 
نوموړی وایي چې یاد بولډروال (۸۰۰)متره اوږدوالی(۷٬۶۰) متره عرض او (۴٬۶۰) متره لوړ والی لري،چې د ولسونو لس سلنه ونډې لرلو سره به یې د شورا ګانو له خوا چارې پرمخ یوړل شي .
ځایي اوسیدونکو د کونړ والي له او نورو مسوولینو مننه وکړه،چې ددوی د کورونو او کرنیزو ځمکو ژغورلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړل.
 


د مطلب کود: 179067

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179067/کونړ-سیند-له-ګواښونو-د-کرنیزو-ځمکو-او-کورنو-ژغورنې-په-پار-۸۰۰-متره-بولډروال-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com