کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ختیځوالو نن پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزی غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي جنازه غیبی وکړه

14 دلو 1397 ساعت 19:00

لسګونو ختیځوالو د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي جنازه د خدایي خدمتګار باچا خان په مزار کې ترسره کړه.



ارمان لوڼی په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړی و چې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، تېر ماښام د پاکستاني پولیسو له لوري په لورلايي سیمه کې د سختو وهلو په نتجه کې ومړ.
د ختيځې سیمې په لسګونو فرهنګيانو، د قلم خاوندانو او عامو خلکو د مرحوم ارمان لوڼي غيبي جنازه وکړه او په خبره يې چې لوڼی د خپل قام او خاورې د بقا په خاطر قرباني شوی.
د جنازې برخوال فرهنګي شریف الله ناصري وويل چې د لر او بر افغان یوه وينه یو درد او یو غم دی.
دی وایي:
"زموږ د لر او بر یو افغان چېغه ده، د ارمان لوڼي وينه زما وینه ده، زما وینه د لوڼي وينه ده، د محسود وینه ده، د منظور پښتین وينه ده، دا خدای نه ده جلا کړې، زموږ درد یو او غم مو یو دی."
د نظر خاوند ډاکتر اسدالله ښالېز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پر پښتون قوم روان تاوتریخوالی او تشدد نور د پښتنو له زغمه اوښتی او ترې غوښتنه یې وکړه چې پر پښتون قوم د روان تشدد او تاوتریخوالي په اړه دې د پښتنو دردېدلی غږ واوري.
ده زیاته کړه:
"ارمان نه ټوپک درلود، نه یې بله وسیله لرله چې حکومت وګواښي، ده یوازې مدني فعالیت کاوه، خپل غږ يې پورته کولو او په دې یویشتمه پېړۍ په کې په جمهوري نظامونو کې د دغسې غږ تاب څوک نه لري، نو دا په دې مانا چې نه ډموکراسي شته او نه نړیواله ټولنه، نړیواله ټولنه خپله باید دا قضيه جدي تعقیب کړي."
په کوزه پښتونخوا کې د یو شمېر سرلارو پښتنو تر وژل کېدو وروسته پوره یو کال وړاندې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په خوځښت راغی چې د تېر یوه کال په جریان کې یې په اسلام اباد، پېښور، ډېری اسماعیل خان، کوټه، لاهور او د کراچۍ په ګډون په نورو پښتون مېشتو سیمو کې سترې غونډې وکړې او په دې غونډو کې په لکونو پښتانه يې پر ځان راټول کړل او پر پښتون قوم د روانو ظلمونو په اړه یې خپله ناره اوچته کړه.
 


د مطلب کود: 179077

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179077/ختیځوالو-نن-پښتون-ژغورنې-غورځنګ-مرکزی-غړي-محمد-ابراهیم-ارمان-لوڼي-جنازه-غیبی-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com