کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار نېش ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوی

14 دلو 1397 ساعت 19:05

د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.



چارواکي وايي چې دغه وسله وال په هغو پوځي عملياتو کې وژل شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د نېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند احمد صادق عيسى وایي چې په شويو عملياتو کې ۳ نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 179078

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179078/کندهار-نېش-ولسوالۍ-کې-پنځه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com