دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 179079
یونیسف: ۳.۸ میلیونه افغان ماشومان بېړنو مرستو ته اړتیا لري
یونیسف وايي چې په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه وګړي چې ۳.۸ میلیونه یې ماشومان دي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه ادارې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۱۴مه» په هرات کې یوې غونډې ته وویل چې له دغه ډلې ۵۷۰ زره ماشومان لومړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې له دغو ماشومانو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د پنځوس میلیونه ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف رئیسې ادیل خودر دې غونډې ته وویل چې "د یو لړ تر سره شوو هڅو سره سره اوس هم په افغانستان کې ماشومان له جګړو اغېزمن دي، د وچکالۍ په ګډون اقلیم کې بدلونونو، سخت ژمی او د خوړو د مسؤنیت د کچې په زیاته اندازه ټیټېدل د ماشومانو پر وضعیت هم اغېز کړی دی.
اغلې خودر زیاته کړه چې روان وضعیت له امله په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ کجه ۳۹ سلنې ته پورته شوې ده.
دغه اداره وايي چې، د دې ترڅنګ دا مهال لس میلیونه افغانان د ښوونې او روزنې ترڅنګ له لومړنیو خدماتو څخه بې برخې دي.
په افغانستان کې د یونیسف د ماشومانو د ملاتړ د څانګې مشرې همدارنګه زیاته کړه چې له هرو لسو افغان ماشومانو څخه درې تنه یې د رواني ناروغیو څخه کړیږي او وايي چې له پنځو کلونو څخه د کم عمر شااوخوا ۶سوه زره ماشومان له مضموني خوارځواکۍ سره مخ دي.
یونیسف وايي چې پر دغو پیسو به اړمنو ماشومانو ته د خوراکي مرستو ترڅنګ د ښووني او روزنې امکانات هم برابر شي.
 
https://avapress.com/vdciy3az3t1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته