کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ اوسېدونکي: د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ ټول افغان ملت ولاړ دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 دلو 1397 ساعت 20:19

د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونو ځوانانو او دیني عالمانو په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مرکزي غړي ارمان وژنه وغندله او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې د پاکستان په استخباراتو فشار راوړي، څو په هغه هېواد کې د پښتنو له وژنو او ځورونو لاس واخلي.



یادو کسانو د لوڼې غایبانه جنازه وکړه او روح ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.
د کونړ په مرکز کې د شهیدانو په پارک کې د یکشنبې په مازیګر لسګونو ځوانانو او دینې عالمانو په کوزه پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو په لاسونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه تکړه غړي ارمان لوڼي وژنه وغندله، د پاکستان په چارواکو يې غږ وکړ چې د ارمان په څېر زرګونه او لکونه ځوانان دې ته چمتو دي چې د مظلومو پښتنو حقونو د ترلاسه کولو او د وژل شویو پښتنو پوښتنه وکړي.

راټولو شویو کسانو وویل چې دوی د هر جابر، ظالم، قاتل او د پښتنو ځورونکو خلاف ولاړ دي.
محمد خطاب وویل:
"همېشه زموږ تنکي تنکي ځوانان د خپل وطن او سرحد لپاره قرباني ورکوي، همېشه له موږ سره ظلم کېږي هم په افغانستان او هم په پاکستان کې، هر څوک چې وايي چې ګوندې افغانان د دوی په دسیسو نه پوهېږي، غلط شوي دي، ستاسو په استخبارتي چالونو او جنګونو زموږ بچی بچی پوه شوی دی، ان شاالله چې موږ به درنه د خپل حق پوښتنه کوو، که تاسو هر څومره پالېسۍ بدلې کړئ، تاسو موږ په وژنو او ځورونو نشئ اېل کولای."
 


د مطلب کود: 179081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179081/د-کونړ-اوسېدونکي-پښتون-ژغورنې-غورځنګ-ترڅنګ-ټول-افغان-ملت-ولاړ-دی

آوا
  https://www.avapress.com