کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ښار کې یو خصوصی ښوونځی دروازی مخته چاودنه

15 دلو 1397 ساعت 12:05

نن سهار د ۷:۱۵ بجو په شاوخوا د هرات ښار باد مرغان په سیمه کې د توحید خصوصی ښوونځي د ننوتلو دروازی مخته یو صوتی بمب چاودنه شوی دی.



په هرات کې امنیتی مسؤولین وایی چی نن سهار ناپیژانده کسان صوتی بمب د توحید خصوصی ښوونځی ورودی دروازی په وړاندی ځای پرځای کړی وو چی په دی پیښه کې هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
جنرال امین الله امر خیل د هرات امنیه قوماندان آوا خبرګزاری ته وویل چی نن چاودنه یو صوتی بمب چاودنه وو چی نن سهار نږدی ۷:۱۵ بجو په شاوخوا د هرات باد مرغان به سیمه کط رامنځته شوی دی.
هغه وویل چی پیښه حتما د ذات البینی مسایلو له امله وو چی په څیړنه کې به واضح شی.
همدارنګه مهدی حدید د هرات ولایتی شورا نماینده زموږ خبرنګار ته وویل چی چاودنه یو چسبکی بمب له امله وو چی توحید مکتب دروازی مخته د درسونو شروع کیدو دوه ساعته مخکې چاودنه کړی دی.
هغه وویل چی خوشبختانه هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
 


د مطلب کود: 179094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179094/په-هرات-ښار-کې-یو-خصوصی-ښوونځی-دروازی-مخته-چاودنه

آوا
  https://www.avapress.com