دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 179095
په بلخ ولایت کې د دولت ۵۱ تنه مخالفین وزل شوی
د ولید ۳۴ عملیات په جریان کې چی د درو اونیو راهیسی په بلخ کې شروع شوی دی، تر اوسه ۵۱ تنه د دولت مخالفین د هغوی دوه مهم قوماندانانو په ګډون وژلی او ۱۵ تنه نور یی ټپیان کړی دی.

 
عبدالرزاق قاری؛ د بلخ پولیسو قوماندی امنیت آمر د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په خبرو کې وویل چی دا عملیات دری اونۍ مخکې د بلخ د ولسوالیو لکه چمتال او چاربولک ولسوالی پاکسازی او نمبریک لوی لاری امنیت تامین لپاره شورع شوی وو او تراوسه ادامه لری.
هغه وویل چی په دی عملیات کې اسماعیل میوند او جنت ګل سنګر د طالبانو دوه تنه سرګروپان هم په وژل شویو کی دی.
هغه وویل چی په حاضر حال کې دا عملیات د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې ادامه لری.
ښاغلی قادری د چمتال، چاربولک او بلخ ولسوالیو امنیتی وضعیت نورمال وبلل او زیاته کړه چی اوس وضعیت د امنیتی ځواکونو کنترول لاندی دی او هیڅ کوم مشکل شتون نه لری.
بلخ د افغانستان امن ولایتونو څخه شمیرل کیږی، خو د مخالفینو تحرکات په ځینو ولسوالیو کې شتون لری.
 
https://avapress.com/vdcgyy9qnak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته