دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 179097
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده
د سالنګ په لویه لار د واورې د اورښت او تیز باد له امله د لید ساحه کمه شوې ده او د شپې ناوخته له انساني او مالي زیان څځه د مخنیوي په موخه یاده لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

هغه وسایط چې د دغې لارې په اوږدو کې وه د سالنګونو د عملیاتي ډلو له خوا د خطر له سیمې ویستل شوي، امن ځایونو ته ورته لارښوونه شوې او هیڅ واسطه په دغه لار نه ده پاتې.
له ګرانو هیوادوالو څخه په خورا درنښت هیله کوؤ چې د هوا د ښه کیدو تر وخته د سالنګ په لور سفر څخه مخنیوی وکړي او د ټولګټو وزارت د خبرتیا په تمه و اوسي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci33azyt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته