کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو وزير: ډېر ژر به د وزارت د جوړښت د اصلاح کار پيل شي

15 دلو 1397 ساعت 17:07

ددغو بدلونونو په اساس د وزارت اجرايوي طرحه جمهوري رياست ته لېږل شوې او د يو شمېر متخصصينو په همکارۍ د جوړښت د اصلاح کار پيلېږي.



د کډوالو او  راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ياد وزارت له کارکوونکو سره په يوه مشورتي ناسته کې وويل، چې د وزارت اجرايوي رول او د جوړښت د اصلاح لپاره کار روان دی او دغه اداره به د پالېسۍ جوړونې له حالت څخه اجرايوي حالت ته تغير وکړي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې ددغو بدلونونو په اساس د وزارت اجرايوي طرحه جمهوري رياست ته لېږل شوې او د يو شمېر متخصصينو په همکارۍ  د جوړښت د اصلاح کار پيلېږي.
د ښاغلي بلخي په خبره، چې دې ادارې د ملي وحدت حکومت په څلور کلنه موده کې په داخل د هېواد کې په کمو امکاناتو نږدې اووه ميلونه بېځايه شوي او راستانه شوي مديريت کړي ، له هېواده بهر د کوربه هېوادونو سره د ۶ ميلونه کډوالو پر مديريت هوکړې ته رسېدلي دي او دغه اداره د دولت له فاسدو ادارو اوس په تر ټولو شفافو ادارو بدله شوې.
د هغه په خبره په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان حکومت  له ايران سره د لومړي ځل لپاره هوکړې ته رسېدلی، چې هغه ماشومان، چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري د هغه هېواد په ښوونځيو کې شامل شي او له پاکستان سره هوکړه شوې ، چې هلته د افغان کډوالود ثبت  په اړه ټول معلومات افغانستان ته راولېږي.
نوموړي په دغه مشورتي ناسته کې چې د تېرې يکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۴مه د هغه د څلورکلن ماموريت په اړه په دغه وزارت کې جوړه شوې وه، ددې وزارت کارکونکو ته لارښونه وکړه، چې په خپلو کارونو روڼتيا په جدي توګه په نظر کې ونيسي
 


د مطلب کود: 179115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179115/د-کډوالو-وزير-ډېر-ژر-وزارت-جوړښت-اصلاح-کار-پيل-شي

آوا
  https://www.avapress.com