کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وژل شویو امنیتي ځواکونو پر کورنیو کوپون وېشل کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 دلو 1397 ساعت 18:10

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې (د سلواغې په ۱۵ مه نېټې) د وژل شویو امنیتي ځواکونو پر کورنیو د مرستندویه کوپونونو د وېش لړۍ پيل کړه.



په هغو مراسمو کې چې په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د ولسمشر او د ملي تدارکاتو د عمومي رییس الهام هوتکي ترمنځ د مرستندویه کوپونونو د وېش هوکړه‎لیک لاسلیک شو.
د الهام هوتکي په وینا، دا کوپونونه به د ملي تدارکاتو د سپما شویو لګښتونو څخه ووېشل شي. هغه زیاته کړه چې د تېر کال کې په تړونونو کې څه باندې ۱۸ مېلیارد افغانۍ سپما شوې دي.
د دغو کوپونونو د وېش بهیر له کابله پیل او د ولسمشر غني په وینا نورو ولایتونو ته به پراخ شي.
ښاغلي څرګنده کړه:«ټولې مغازې له روڼ میکانیزم او تعیین شوي وخت سره کوپوني توکي د شهیدان بایومېټریک شویو کورنیو ته به ووېشي.» 
د ویلو ده چې د وژل شویو امنیتي ځواکونو کورنیو ته د مرستندویه کوپونونو وېش، اوس د یوه کال لپاره په پام کې نیول شوی دی.
شاغلي غني په دغو مراسمو کې، د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل چې د امنیتي ځواکونو قربانۍ به هېرې نه شي.
ولسمشر غني یوځل بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر شېرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو په غبرګون کې وویل:«د سولې په پلمه هېچاته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ ملي امنیتي ځواکونو ته زیان ورسوي.هغوی باید دا دهنیت له خپل سره لیرې کړي، چې یو ځل بیا ټانګونه، الوتکې او ټول تجهیزات د زړو اوسپنو په بیه پر ګاونډیو وپلوري.»
عباس ستانکزي مخکې ویلي وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به، د هېواد ملي پوځ هم له منځه ولاړ شي.
 


د مطلب کود: 179122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179122/د-وژل-شویو-امنیتي-ځواکونو-پر-کورنیو-کوپون-وېشل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com