دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۲۲
د مطلب کود : 179135
په سومالیا کې چاودنه ۱۱ تنه وژلي
د سومالیا په پایتخت کې نن یوې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي.

د دې چاودنې مسؤلیت چې له القاعده سره تړلې الشباب ډلې منلی، د موګادیشو د یو سوداګریز مرکز په پارکېنګ کې شوې ده.
چارواکي وايي، تر اوسه نه‌ده روښانه چې ایا چاودنه کوم ځان وژونکي کړې او که د ايښودل شوي بم د چاودنې نتیجه ده.
د پولیسو یوه ځايي چارواکي علي حسن کولمايي رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې ۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي.
https://avapress.com/vdcbf9b8srhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته