کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو لس کسیزه هیآت مسکو ناسته کې ګډون کوی

16 دلو 1397 ساعت 12:01

د طالبانو ویاند افغانستان په اړه مسکو ناستی ته په اشاری سره، په دی ناسته کې ددی ډلې لس کسیزه هیات ګډون څخه خبر ورکړ.



ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویاند، په یو اعلامیه کې وویل: قرار دی چی نن یو ناسته د افغانستان په اړه ددی ډلې نمایندګانو په حضور سره په مسکو کې ترسره شی.
د هغه په وینا د طالبانو لس کسیزه هیات د محترم شیر محمد عباس استانکزی په ریاست سره چی په دی ناسته کې به ګډون وکړی.
د مجاهد په وینا، ددی کنفرانس اجندا د افغانستان قضیه باندی صحیح پوهیدنه، د کابل اداره پرته بیلابیلو ډلو سره تفاهم لپاره لاری خلاصون بلل شوی دی.
اسلامی امارت غواړی د فرصتونو څخه په ګټه اخیستنی سره، خپل شرعی او اصولی موقف بیلابیلو لورو ته شکاره کړی، خپل پالیسی او خط مشی د اشغال پای، دائمی سولې او افغانستان راتلونکې په اړه تصریح کړی.
 


د مطلب کود: 179158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179158/د-طالبانو-لس-کسیزه-هیآت-مسکو-ناسته-کې-ګډون-کوی

آوا
  https://www.avapress.com