دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 179159
سمنګان ولایت دره صوف ولسوالی کې یو کلۍ باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۱۰ تنه غیری نظامیان په شهادت رسیدلی دی
د سمنګان والی ویاند وایی چی د طالبانو او سیمه ایز خلګو ترمنځ ددی ولایت دره صوف ولسوالی کې، نښته کې ۱۰ تنه غیری نظامیان په شهادت رسیدلی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمد صدیق عزیزی، د سمنګان والی ویاند ددی پیښی په تایید سره ویلی دی چی دا پیښه یک شنبه شپه ۱۱ بجو په شاوخوا د دره صوف ولسوالی ګوله کلۍ کې رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا، دا نښته هغه وخت شروع شوی چی طالبان د سیمې خلګو څخه وغوښته چی عشر او ذکات راټول کړی.
عزیزی و طلوع نیزو ته وویل: په دی نښته کې نږدی لس ساعته اوږده شوه، ۱۰ تنه د ګلوله کلۍ اوسیدونکې د یو ښځی په ګډون په شهادت رسیدلی او اته تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه: په دی نښته کې د طالبانو اوه جنګیدونکې هم وژل شوی دی.
د سمنګان والی ویاند په وینا، مرستندویه ځواکونه دوشنبه سهار سیمی ته اعزام شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchmwnzw23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته