دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 179182
د پکتیا ګڼ شمیر اوسیدونکې د موقت حکومت جوړیدو له طرحې سره مخالفت وکړ
ګڼ شمېر پکتیاوالو نن د یوې غونډې او لاریون په ترڅ کې له افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود او په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره‌یې د مخالفت غږ پورته کړ.

لاریون کوونکو د ګردېز ښار په واټونو او لارو کې وګرځېدل او افغان سرتېرو او افسرانو ته‌یې په غاړه کې د ګلانو په اچولو سره د دوی د سرلوړۍ او بریا شعارونه‌یې ورکړل.
لاریون کوونکي چې شمېر یې له زرو زیات و، په ښار کې له پلي مارش وروسته د ګردېز په عمومي څلورلاري کې راټول او له حکومت‌یې وغوښتل چې د سولې په خبرو او مذاکرو کې داسې کړنې او طرحې ونه‌مني چې افغان ولس یو ځل بیا په اوږده ناورین اخته کړي.
دوی د دولت پر وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول پر وسله‌والو طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې خبرې افغان شموله کړي او له هغه لوري سره خبرې کول به چې افغانان نه‌دي، مثبتې پایلې به ونه‌لري.
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا ۴۰ تنه افغان سیاستوال او د ګوندونو استازي نن په مسکو کې د طالبانو له ۱۰ کسیز پلاوي سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کوي.
https://avapress.com/vdcdjn0fxyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته