دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۷
د مطلب کود : 179191
ازبکستان: د افغانستان د سولې خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو یو
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو دی.

عبدالعزیز کمیل‌اف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له مشر تاداميچي ياماموتو سره په خبرو کې دا څرګندونه کړې.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي کمیل‌اف وويل چې ازبک لوری چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مستقيمو خبرو لپاره په خپل هېواد کې ټول شرایط برابر کړي.
تاداميچي ياماموتو اوس‌مهال ازبکستان ته پر سفر تللی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnn0ffyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته