دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۱
د مطلب کود : 179193
سیګار: افغان هوايي ځواک د بلک هاوک هليکوپټرو د پیلوټانو او انجنیرانو کمبود لري
په افغانستان کې د بیارغونې پر پروګرامونو د امریکا د مصارفو د سرمفتش دفتر سیګار ویلي چې د افغانستان هوايي ځواک د بلک هاوک هليکوپټرو لپاره د پيلوټانو او انجنیرانو له کمبود سره مخامخ دی.

د سیګار راپور نن سې شنبه د فبرورۍ په ۵مه خپور شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د داسې پرمختللو امریکايي هليکوپټرو ورکول به خطرناک کار وي، ځکه نه کافي پيلوټان ورته لري او نه هم داسې انجنیران لري چې د اړتیا په وخت کې تخنیکي ستونزې حل کړي.
سیګار د افغانستان د هوايي ځواکونو په اړه دا اندېښنه په داسې وخت کې څرګنده کړې چې له دې هېواده د امریکايي پوځيانو د وتلو پر امکان ضد او نقیض راپورونه خپرېږي.
واشنګټن ویلي چې تر ۲۰۲۳ میلادي کاله به افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاوک هليکوپټرې ورکړي.
د افغانستان ملي اردو ته تر اوسه ۱۶ بلک هاوک هليکوپټرې رسېدلې دي.

​د دې هليکوپټرو د ترمیم او ساتنې مسؤلیت اوس‌مهال د بهرنیو انجنیرانو په غاړه دی.
خو سیګار په ننني راپور کې د امریکا حکومت ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د هوايي ځواک پېلوټانو ته د بلک هاوک هليکوپټرو د استفادې د زده‌کړې روزنیز پروګرامونه او د انګریزي ژبې کورسونه جوړ کړي.
سیګار همداراز وړاندیز کړی چې امریکا باید د دې لپاره ځانګړي انجنیران وروزي.
په راپور کې ویل شوي چې د امریکا حکومت دا هليکوپټر د امریکا د ولس د مالیې په پیسو اخلي او که چېرې د افغانستان هوايي ځواک ورته ونه‌روزل شي، افغانستان ته د بلک هاوک ورکول به د امریکایانو د مالیې د ضایع کېدو معنی ولري.
د افغانستان د هوايي ځواک چارواکو په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.
د افغانستان هوايي ځواکونه اوس‌مهال د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د روسیې ساخت پر هليکوپټرو زیاته اتکا کوي.
خو غواړي چې ځای یې د امریکا ساخت بلک هاوک هلیکوپټرې ونیسي.
روېټرز خبري اژانس د ۲۰۱۸ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان د هوايي ځواک ۴۷ (MI-17) الوتکې ټولې تخنیکي ستونزې لري.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان هوايي ځواک له الوتکو زیات کار اخلي او له دې امله‌یې ترمیم ته چندان پاملرنه نه‌کېږي چې ډېرې اندېښنې پېدا کوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf11dymw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته