دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۹
د مطلب کود : 179194
دفاع وزارت: د مخالفینو په ضد روان ژمني عملیات اغېزمن او له لاسته راوړنو ډک وو
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په روانو ژمنیو عملیاتو کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ځینې سیمې د حکومت تر واک لاندې راغلې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په روانو ژمنیو عملیاتو کې ځینې مهمې سیمې له داعش او طالبانو نیول شوي او ورسره په ځینو ولایتونو کې جدي ګواښونه هم له‌منځه تللي دي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډيو ته وویل، دغه عملیات چې په بېلابېلو ولایتونو کې روان دي، تر پسرلي به دوام وکړي

دی زیاتوي:
"له نېکه مرغه دغه عملیات ډېر بریالي وو، دښمن، داعش، طالبانو د دوی سیمه‌ییزو قوماندانانو او ترورېستانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې، د دوی تش په نامه قوماندانان او والیان په‌کې وژل شوي، د دښمن د نشه‌یي موادو فابریکې چې د دوی مالي ملاتړې دي، له‌منځه وړل شوي."
ښاغلی جاوید زیاتوي، په کاپیسا، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، فریاب، میدان وردګ، ارزګان، فراه، ننګرهار، کونړ او هلمند ولایتونو کې روان دي.
دا چې په دغو عملیاتو کې په څومره شمېر کې وسله‌والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د دفاع وزارت ویاند یې په اړه کره معلومات ورنه‌کړل.
دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې له داعشه ګورګورۍ او په بټي کوټ او کوټ ولسوالیو کې ځینې سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.
د دغه وزارت چارواکي همدا شان زیاتوي چې په غزني کې د طالبانو له زندانه ۳۸ کسان چې د ملي اردو سرتېري هم په‌کې وو، ازاد شوي.
په ټوله‌ییزه توګه په ژمي کې په افغانستان کې جګړه کمېږي، خو روان کال بیا هم د افغان دولت وسله‌وال مخالفین په افغان ځواکونو حملې کوي.
تازه وسله‌والو طالبانو په کندز کې په یوه حمله کې ۲۵ افغان سرتېري ووژل او ځیني یې ټپیان کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون که څه هم ژمني عملیات بریالي بولي، خو ټینګار کوي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید په دقیقه توګه ترسره شي.
د دغه کمېسیون غړي نواب منګل په دې اړه ازادي راډيو ته ویل:
"ژمني عملیات ګټور تمام شوي، دښمن ته په‌کې تلفات اوښتي، افغان ملي اردو باید له هوايي حملو او کمانډو عملیاتو چې ډېر ګټور ثابت شوي، کار واخلي، په دې سره به دښمن ونه‌شي کولای چې ثابتې پوستې ولري."
ښاغلی منګل زیاتوي، افغان حکومت باید له وخته په استفادې په ژمي کې خپل عملیات چټک کړي، څو د دښمن د قوماندې مرکزونه له‌منځه یوړل شي او د امنیت په اړه چې له ولس سره کومې اندېښنې پیدا شوي، هغه له‌منځه ولاړې شي.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcgyy9qtak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته