دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۵
د مطلب کود : 179196
یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو په مسکو کې سره وکتل
د لومړي ځل لپاره طالب استازو او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو په مسکو کې په یوه ناسته کې سره وکتل.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی چې د غونډې لومړی ویناوال و، په سوله کې په ښکېلو ډلو یې غږ وکړ چې سوله د افغانانو په لاس کې ده.

​ده وویل:
"په حقیقت کې سوله خپله د افغانانو په لاس کې ده، که چېرې موږ اقدام وکړو، هیڅ بهرنی یې په موږ نه شي تحمیلولای."
د مسکو غونډه په روسیه کې د مېشتو افغانانو له لوري جوړه شوې وه چې په کې یو شمېر سیاسي څېرو له هغې جملې حامد کرزي، محمد یونس قانوني، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر ځینو استازو هم ګډون کړی و او ټاکل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي او د افغانستان د جګړې په ختمېدو او د سولې په اړه په کې خبرې وشي.
له دې شااوخوا درې میاشتې وړاندې په مسکو کې ورته غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان د سولې عالي شورا استازو هم برخه اخیستې وه.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې دا ډول غونډې نه شي توانېدلای چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، نو همدا لامل دی چې د افغان حکومت پلاوی هم په کې ګډون نه کوي.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، داسې تمه کېږي چې د مسکو غونډه چې د افغانانو ترمنځ کېږي، وبه وتوانېږي چې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
طالب استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د مسکو په غونډه کې وویل، طالبان د افغان حکومت له زندانونو د بندیانو د ازادولو او همداشان له تورلېسته د دوی د مشرانو د نومونو د لېرې کېدو غوښتونکي دي.

ستانکزي په خبرو کې د افغانستان اساسي قانون ته په اشارې سره وویل چې اوسنی اساسي قانون طالبانو ته د منلو وړ نه دی.
د نوموړي په خبره، باید د افغانستان اساسي قانون نوی تدوین او تصویب شي.
ده زیاته کړه:
"د کابل د ادارې اوسنی اساسي قانون د باور وړ نه دی، ځکه له غربه کاپي شوی او د تور یرغل لاندې په افغان ملت تحمیل شوی، دا قانون نه یوازې افغانانو ته ځواب ویوونکی نه دی، همدا شان نه شي کولای چې عملي شي، ځکه مواد یې مبهم او متضاد دي، نو لهذا اوسنی اساسي قانون د سولې په وړاندې یو لوی خنډ دی."
خو د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا غړي محمد یونس قانوني په دغه ناسته کې د افغانستان اساسي قانون یوه لاسته راوړنه وبلله

​قانوني وویل:
"په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان نوی اساسي قانون بهترین او اسلامي قانون دی چې په سیمه کې ساری نه لري، تدوین شوی او تر نن ورځې پورې د اجرا وړ دی، خو له شک پرته څه ډول چې ستانکزي صاحب وویل، هم د تعدیل وړ دی او هم اصلاح ته اړتیا لري، په صراحت باید ووایم چې ټول افغانان په دې باور نه دي چې افغانستان په اشغال کې دی."
بل خوا د حزب وحدت مردم اسلامي افغانستان رهبر محمد محقق چې له دې وړاندې د افغان ولسمشر له لوري د اجرائیه ریاست له دوهمې مرستیالۍ عزل شوی و، په دغه ناسته کې یې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په نوم ورنه یادونه وشوه.
ښاغلي محقق په دغه ناسته کې په طالبانو غږ وکړ چې که افغان حکومت په دا ډول غونډو کې برخه نه اخلي، باید په جګړه کې ښکېلې خواوې د مسکو له غونډې وروسته اوربند ته ولاړ شي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي چې د مسکو د غونډې له ویناوالو څخه وه، څرګنده کړه چې د سولې په غونډو کې باید د افغان ښځو له لاس ته راوړنې او حقونو نه سترګې پټې نه شي.
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdci33azqt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته